کابل باختر د ثور نهمه:
د داعش د ډلې شپږ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د دوى په پټنځي د ناټود بې پيلوټه الوتکې له خوا بريد وشو .
د هېواد په ختيځ کې د پوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې، په دې هوايي بريد کې شپږ تنه داعشيان ووژل شول .
ويل کېږي په دې هوايي بريد کې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
د څه ناڅه وروستيو دريو ورځو په بهير کې دا په کونړ ولايت کې د داعشيانو په سنګرونو دويم خونړى بريد و .
د يوبل خبرله مخې ، په کونړ ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار د اسعد اباد ښار او د دانګام ولسوالۍ له لويې لارې څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
تراوسه پورې د دغو ماينونو د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخېستى،خو سيمه يېز مقامات وسله وال طالبان د دغو ماينونو دښخولو عاملين بولي .
ختم_ ج _ اکرم
4 1 دقیقه لوستل