امنیت

شپږ تنه تروريستان په ننګرهارکې ونيول شول

کابل باختر دلړم دمياشتې دريمه :
شپږ تنه تروريستان د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه شپږ تنه په (طلحه ولرلى) مشهور فضل کريم، ثناالله، امرالدين، نبي الله، عبدالباسط او د ستور په نومونو ياد شوي دي چې د طالبانو د ډلې د يو قوماندان قاري سليم د ډلې غړي دي او په ننګرهار ولايت کې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو او د ماينونو په ښخولو بوخت وو. له دوى څخه له څلورو ماينونو سره يې يو (آر پي جي) له شلو شارژورونو سره يې شپږ کلاشينکوفونه، د پرسونل ضد نهه ماينونه، يوه مخابره او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
نيول شويوکسانوغوښتل د غني خيلو ولسوالۍ په امنيتي پوستو يرغليز بريدونه ترسره کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته