امنیت

شپږ تنه تروريستان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د لړم دولسمه :
شپږ تنه تروريستان تيره شپه په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې  ووژل شول اودرې تنه نور يې ټپيان شول .
په دغو تروريستانو هغه وخت دپوځيانو له خوا ډزې وشوې چې غوښتل يې دډيورنډ  له کرښې  څخه په رااوښتو سره په کامديش  ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه تروريستان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل په يرغلګرو   هغه  وخت دپوځيانو له خوا بريد وشو چې دډيورند له کرښې  په رااوښتو سره يې دپوځيانو دسپرلۍ  په کاروان بريد وکړ .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته