امنیت

شپږ اتيا تنه وسله وال طالبان ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٢ :    
د هېواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دپنځو تنو قوماندانانو په ګډون  شپږ اتيا تنه  ډار اچوونکي     ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې  امنيتي  ځواکونو دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دهغوى دپنځو تنو سرګروپانو او قوماندانانو په ګډون شپږ اتيا تنه ډار اچوونکي ووژل شول اوپنځه ويشت تنه نور ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې  چې دتوپچي اوهوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، کونړ، پکتيکا ، قندهار ، روزګان ، زابل ، بادغيس ، هرات ، غور ، فراه  ، فارياب ، سرپل ،بغلان ، کندز اودهلمنددولايتونوپه مربوطاتو کې  ترسره شول  چې دکونړ ولايت  دناړې ، مرورې  او اسمار دولسواليو په مربوطاتو کې د ډاراچوونکو  دسرګروپ عبدالحميد په ګډون ٤٥ تنه ډار ا چوونکي  ووژل شول  او  ٦ تنه نور ټپيان شول او دننګرهار ولايت دپچيراوآګام او خوږياڼيو دولسواليو په مربوطاتو کې دقاري شاکر په ګډون پنځه تنه دښمنان ووژل شول او شپږ تنه  نور ټپيان شول او دکابل  ولايت دسروبي  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو  طالبانو دډلې ديوه سرګروپ عبدالهاشم په ګډون  اووه تنه تروريستان ووژل شول.
دغه راز دپکتيکا ولايت دوړممې او تروې  ولسواليو په عملياتو کې  دقوماندان جمشيد په ګډون دخلکو ١٢ تنه  دښمنان ووژل شول   او پنځه تنه نور ټپيان شول.
دغه راز دقندهار ولايت د ارغنداب او دزابل ولايت دشينکي دولسواليو په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دسيمه ييز قوماندان  مولوي کامران په ګډون  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهلمندولايت د واشيرولسوالۍ  او ددغه ولايت دمرکز لښکرګاه ښار او دغور ولايت  دمرکز په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په ګډو چاڼيزو عملياتو کې ١٣ تنه ډاراچوونکي ووژل شول او  اته تنه نور ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې دهغوعملياتو په بهيرکې چې دکورنيواوبهرنيو ډاراچوونکو پرخلاف ترسره شول دملي اردو اته تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته