شپږڅلوېښت طالبان په تخار کې ووژل شول
کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
د اتو مهمو غړیو په ګډون ۴۶ وسله وال طالبان نن په تخار کې ووژل شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې امنيتي او دفاعي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د تخار په دشت قلعه او رستاق ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر کاروانونو او د راټولېدو پر سيمو بريدونه وکړل.
خبرحاى زياته کړه: په دغو بريدونو کې د اتو مهمو غړیو په ګډون ۴۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢۵ نور یې ټپيان شول او د هغوى دوه موټر او جنګي وسايل له منځه يوړل شول.
ختم-ج –ا