شپږو ولایتونو ته څه باندې ۳۰۰ راستنې شوې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوي

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې یې له پاکستان څخه ۳۱۷ راستنې شوې کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

دغه وزارت ویلي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېتې لخوا د شنبې او یکشنبې په ورځو له تورخم څخه ۱۰۴ او سپین بولدک څخه ۲۱۳ ګډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۱۵ تنه کېږي ننګرهار، کونړ، لغمان، کندهار، کابل او هلمند ولایتونو ته ولېږدول شوې.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د یاد وزارت په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې زرګونه راستنې شوې کورنۍ په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته