امنیت

شپږويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول.

کابل- باختر د کب دمياشتې ١٥
په تيرو ٢٤ ساعتوکې دملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې دهيواد په ځينو سيمو کې ترسره شول ٢٦ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، نهه تنه ټپيان او درې تنه نوريې ونيول شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې پنځلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
او د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ په شين غوله سيمه کې دملي اردو دځواکونو ځانګړو عملياتو په بهير کې دوسله والو مخالفينو درې تنه سرګروپان ووژل شول. دغه راز دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول.
دبغلان ولايت په ډنډ غوري کې په چاڼيزو عملياتو کې د ډار اچوونکو يوه ډيپو له منځه وړل شوې ده دغه راز دپروان ولايت دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې درې تنه ډار اچوونکي ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهير کې يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه او په لسګونو ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې دملي اردو اووه تنه سرتيري شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته