کابل باختر د کب دمياشتې ١٥ :
د ملي دفاع وزارت دهېواد دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې د اتلسو تنو داعشيانوپه ګډون د شپږ شپيتو تنو ډاراچوونکو دوژل کيدو خبرورکړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې : دغه عمليات د هوايي او توپچي قوتونوپه ملاتړ د ننګرهار ، لغمان ، کاپيسا،پکتيا، روزګان ، قندهار ،فراه ، هرات ، تخار ، بغلان ، کندز اود هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې داتلسو تنو داعشيانو په ګډون شپږ شپيته تنه ډار اچوونکي او د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان ووژل شول .
ددغو عملياتو په دوام دغه راز دطالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون نهه ديرش تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ