شپږتنه ډاراچوونکي ووژل شول
کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه :
دوسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند شپږ تنه ډاراچوونکي په نورستان ولايت کې دپوځيانو په هوايي بريد کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په برګ مټال ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې د يولړ ډاراچوونکو بريدونو په ترسره کولو بوخت وو.
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل په دې هوايي بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل ؛ دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې ديولړ ډاراچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
ويل کېږي په دې هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار دنورستان ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل.
تراوسه پورې ددغو ماينونو دښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
خو امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان ددغو ماينونو دښخولو عاملين بولي.
پا ى ع ذ