شپږتنه پوليسان په ارزګان کې دخپل يو انډيوال له خوا ووژل شول اوټپيان شول
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٧ :
په ارزګان ولايت کې په خپلو هم سنګرانو د پوليسو د يو سرتيري د بريدله امله درې تنه امنيتي مامورين ووژل شول اودرې تنه نوريې ټپيان شول.
دغه پيښه تېرماښام د ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې په يوه امنيتي پوسته کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو يو مامور په خپلو هم سنګرانو ډزې وکړې.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمداسلم باختراژانس ته وويل چې په دې بريد کې دپوليسو درې تنه مامورين وژل شوي او درې تنه نوريې ټپيان شوي دي .
ويل کيږي چې دغه بريد يوه تروريستي توطيه وه او يرغلګرسرتيرى هم له طالبانوسره کار کړى دى .
د ارزګان دپوليسو دغه مقام وايي چې يرغلګرپوځي دخپلې پهرې په وخت د يوې ډلې وسله والو طالبانو په همکارى په خپلو هم سنګرانو ډزې کړى دى .
يرغلګر پوليس تښتيدلى دى او د ارزګان امنيتي مقامات وايي چې د ده دموندلو لپاره يې پلټنې پيل کړې دي.
تر اوسه پورې روښانه نه ده چې يرغلګر د دغې امنيتي پوستې جنګي وسايل او نور تجهيزات له ځان وړي دي او که څنګه؟