شپږتنه وسله وال طالبان په غزنې کې ووژل شول

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
شپږ تنه وسله وال طالبان نن په غزني کې د ملي اردو د ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات  د ډار اچوونکوله شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد دغزني ولايت  د قره باغ ، ګيرو او دمقر د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې  ٦ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول ، ١٩تنه نور طالبان ټپيان او  يوه اندازه پوځي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې : دوه تنه وسله وال طالبان کله يې چې غوښتل د ميزائيلو يو توغندى د چک له ولسوالۍ څخه په ميدان ښار وتوغوي؛ دملي اردو د ځواکونو له خوا ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته