امنیت

شپږتنه وسله وال طالبان د ملي اردو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول

کابل باخترد وږي دمياشتې  ٩  :
شپږتنه وسله وال طالبان پرون د هيواد په بېلابېلوسيموکې د ملي اردو په چاڼيزوعملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ : د ملي اردو ځواکونو تيره شپه دپکتيکا ولايت دخيرکوټ ولسوالۍ، دغزني په اندړو او د قندهار د ميوند ولسواليو  په مربوطاتو کې د سولې او ثبات د تامينولو په مقصد يو لړ چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژ ل شول  او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې  يو اندازه درانده مهمات او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: د وسايطو ضدشپږ ويشت ماينونه د هېواد په بېلابېلوسيمو کې د ملي اردو د ځواکونو د امنيتي دندو  په بهيرکې کشف او شنډ کړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته