امنیت

شپږتنه وسله وال طالبانو دکونړ او نورستان د ولايتونو ترمنځ لاره کې ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه د کونړ او نورستان د ولايتونو ترمنځ لاره کې  د پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغو طالبانوکله چې دکونړولايت د چپې درې ولسوالۍ په سينزو سيمه کې په افغان سرتيرو ديرغل نيت درلود؛ د ملي اردو او پوليسو د سرتيرو له خوا ډزې وشوې او ووژل شول.
دغه پوځي عمليات  له يوې اوونۍ را په دې خوا دکونړ اونورستان ترمنځ لاره کې دوام لري .
افغان پوځيان هيله لري چې په دغو عملياتو سره له کلونو کلونو وروسته دکونړ او د نورستان د ولايتونو ترمنځ لاره د ترافيکوپرمخ پرانيستل شي .
دکونړولايت د چپې درې په ولسوالۍ کې د پوليسو يو قوماندان سمونوال سيدحکيم د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې په نويو نښتوکې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي چې  دوه تنه پاکستاني جګړه ماران هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: افغان سرتيري د چپې درې ولسوالۍ په سينزو سيمه کې  د ځينو مشکوکو کورونو په لټولو بوخت وو چې له طالبانوسره مخامخ شول.
په همدې حال کې په نورستان کې د اردو يو قوماندان وايي چې افغان پوځيان تراوسه پورې ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې د څه ناڅه شپيتو تنو وسله والو طالبانو په وژلو او نيولو بريالي شوي دي .
د اردو ددغه قوماندان دڅرگندونوله مخې: د وژل شويو او ټپي طالبانو ترمنځ ددغې ډلې شپږ تنه سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي .
دنورستان ولايت د لارې تړلتيا په دغه ولايت کې د دولت له خوا د بيارغاونې د پروژ د تطبيق مخه نيسي.
افغان مقامات وايي: هلې ځلې کوي چې د دغو پوځي عملياتو په ترسره کولو سره دکونړ او نورستان د ولايتونو ترمنځ د وسله والوطالبانو د ډلې او د نورو تروريستي ډلو اوږدمهال شتون او فعاليت پاى ته ورسوي او په دغه ولايت کې د اقتصادي ودې او د بيارغاونې د پروګرامونو دتطبيق لپاره زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته