امنیت

شپږتنه دمزار شریف –دره صوف په لویه لار کی ووژل شول .

مزار شریف –باختر داسد دوه ویشتمه
دهغی ترافیکی پیښی له امله چی نن سها ر دمزار شریف –دره صوف دشولګرې ولسوالی د قزل کینت په سیمه کی را منځته شوه شپږ تنه ووژل شول .
دباختر آژانس دخبریال دخبر له مخی :پیشه هغه وخت رامنځته شوه چی یو بار وړونکی موټر له یوه سراچه ډوله موټر سره چی سپرلی پکی وی  ټکر وکړ .
دشولګرې دروغتون اداري مدیر محمد اسماعیل دڅرګندونو له مخی : په دې پیښه کی دوه ښځې ،یوتن  ماشوم اودری تنه نارینه وژل شوی دی .
عینی شاهدانو دپیښی درامنځته کیدو علت  دچلوونکی بې احتیاطی وبلله.
پای شکریه – خروټی

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته