شپيته تنه پوځي او ملکي بنديان د طالبانو له منګولو څخه آزاد شول.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٣
د هلمند ولايت په نوازد ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو دعملياتو په بهير کې شپيته تنه پوځي او ملکي کسان چې له طالبانو سره اسيران وو ، آزاد کړى شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبر ورکړ :
د قندهار ولايت دخاصې قطعې دعملياتو په بهير کې چې دهلمند ولايت د نوازد په ولسوالى کې د مخالفينو د ډلې د يوه قوماندان ملا داوود د نيولو په مقصد تر سره شول د ملي پوليسو، سيمه ييز پوليسو، ملي اردو او د ملکي وګړو په ګډون شپيته تنه چې د طالبانو له خوا بنديان شوى وو ، آزاد او د ٢١٠ ميوند قول اردو قرارګاه ته وليږدول شول.
د آزادو شويو کسانو هويت او دعملياتو دخبرتيا په باب خبر وروسته خپريږي.