امنیت

شپيته تنه بنديان آزاد شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
شپيته تنه بنديان نن د سمنګانو ولايت له جيل څخه آزاد شول.
دسمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د جيل آمر پاسوال سيد محمدعمر نايب زاده دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بنديان دهيواد دجمهور رييس دفرمان له مخې چې د اسلامي انقلاب دبرياليتوب دکاليزې په مناسبت صادر شوى دى؛ له جيل څخه آزاد شول چې په خوشې شويوکسانوکې شپږ ښځې هم شاملې دي.
ده وويل: د نورو بنديانو د دوسيو د څيړنې کار دوام لري.
د سمنګانو په جيل کې٢٨٠ تنه بنديان شپته چې شل تنه يې ښځې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته