کابل باختر د ثور لومړى :
شپاړلس تنه وسله وال طالبان پرون په کاپيسا ولايت کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
د کاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال امان الله باختراژانس ته وويل چې، دغه عمليات د نجراب ولسوالۍ په افغانيه او د جر افغانيه په سيمو کې ترسره شول .
سرچينه زياتوي چې په ترسره شويو عملياتو کې د وسله والو طالبانو د دريو تنو سيمه يېزو قوماندانانو په ګډون شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه د دغو عملياتوپه بهير کې يوولس تنه سيمه يېز پوليسان هم ټپيان شوي دي. ختم- ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ