امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان په نويو نښتو کې ووژل شول .

کابل باختر  دغبرګولي  دريمه :
له امنيتي ځواکونو سره دوسله والو طالبانو دنښتو له امله تيره شپه ددريو تنو پاکستاني اتباعو په ګډون شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو نښتو کې چې دنورستان ، کونړ ، فارياب  ، سرپل او دارزګان په ولايتونو کې وشو يو ويشت تنه نور جګړه ماران  ټپيان شول .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل  دکامديش ولسوالۍ په نښته کې څلور تنه پاکستاني طالبان له خپلو څلورو تنو افغان همکارانو سره ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول . 
نښته دسرحدي پوليسو په يوې پوستې  د طالبانو له ډله ئيز  بريد وروسته  رامنځته شوه .
دسرحدي پوليسو  ددغه قوماندان دڅرګندونو له مخې په کونړ ولايت کې  په يوه نښته کې درې تنه طالبان  ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
له بله پلوه  دفارياب سرپل او دارزګان دولايتونو امنيتي مسوولين وايي په دغو ولايتونوکې نن سهار په نويو نښتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اولس تنه  نور يې ټپيان شول  .
ددغو نښتو په بهير کې  دوسله والوطالبانو په لسګونو سپکې او درندې وسلې هم دپوځيانو لاس ته ورغلى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته