امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان په فارياب کې يې ووژل شول

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩
د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا له څو ورځو راپه دې خوا د قيصار ولسوالۍ، د چهل ګزې او چهارشنبې په سيموکې پيل شوي دي.
د فارياب ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد رضا رضايي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو عملياتو په بهيرکې ١٦ تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او ١٠ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
خبرځاى وويل: دڅلورو تنو وژل شويو طالبانو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
رضايي زياته کړه: دغه عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه د قيصار ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام لرې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته