شپاړلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول
کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
په غزني ولايت کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان تېره شپه ووژل شول.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د اندړو، ګيلان، ګيرو او د خواجه عمري د ولسواليو په مربوطاتوکې د هوايي او کوماندو د ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول.
نوري زياته کړه چې په دغو بريدونو کې يو وسله وال طالب نيول شوى او يو هاموی چې له هغوى سره و، له منځه وړل شوى دى .
پاى ذکرالله