امنیت

شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
د هغو چاڼيزو عملياتو په بهير کې چې په تيرو څلرويشتو ساعتوکې ترسره شول شپاړلس تنه وسله وال  ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
امنيتي ځواکونو دبغلان ، قندهار ،  ارزګان ، ميدان وردګو، او لوګر دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله شپاړلس تنه وسله طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
دغه عمليات ددغو ولايتونو کې په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دسيمو دپاکو په مقصد ترسره شول .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو ديارلس ماينونه چې دوسله والو طالبانو له  خوا دننګرهار ، کندز ، ارزګان ، غزني ، فراه او د هلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ښخ کړى شوي وو،   کشف او شند کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته