کابل باختر د تلي شلمه :
وسله والو طالبانو چې دپاکستان داستخباراتو په همکارۍ دکابل _ غزني لويه لاره دشهباز او نوغۍ په سيمه کې تړلې وه دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو له امله وتښتيدل .
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو د ريزرفي قطعې قوماندان حاجي برکت الله رسولي دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو دپاکستان داستخباراتو په همکارۍ له هغه وروسته چې دشهباز او نوغۍ په سيمه کې دکابل _ غزني لويه لاره وتړله اوپه دغه تګلوري کې دغزني په مرکز ديرغل په مقصد ماينونه ښخ کړي و دغه هدف ته له رسيدومخکې دګډو امنيتي ځواکونو له خوا پرې بريد وشو چې له امله يې شپاړلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اوس هم جګړه دوام لري .
ده زياته کړه يوشخصي ټانکر موټر دشهباز په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله يې دموټر چلوونکي ټپي شوى دى .
په همدې حال کې دغزني ولايت مرستيال محمد علي احمدي وايي حالات دامنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې دى او نن له غرمې وروسته لويه لاره دامنيتي ځواکونو له خوا له ماينونوڅخه پاکه شوه او دکابل _ غزني لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستل شوې ده .
ده زياته کړه امنيتي ځواکونه دغزني ښار سراسري امنيت تامين کړى دى .
دغه راز دسيمې اوسيدونکي وايي دوسله والو مخالفينو يوديرش مړي دجګړې په ډګر کې پاتې دي .