شپاړلس تنه داعشيان ووژل شول
کابل باختر دکب اته ويشتمه :
د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د کوماندو ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ١٦ تنه داعشيان ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي اردو د کوماندو ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځانګړي عمليات پيل کړل چې په بهيرکې يې يوشمېرکلي د داعشيانو له شتون څخه پاک شول او شپاړلس تنه داعشيان ووژل شول او څلور ډول ډول ماينونه هم کشف او شنډ کړى شول .
د يوبل خبرله مخې: دفاعي او امنيتي ځواکونو د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې پنځه ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړل .