شپاړلس تنه افغان مهاجرين په اتريش کې له ترافيکي ټکر وروسته وموندل شول .
بلجيم باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
په اتريش کې يوه ترافيکي پيښه ددې سبب شوه چې څو تنه غيرقانوني افغان مهاجرين دپوليسو لاس ته ورشي .
په دې ترافيکي پيښه کې مهاجرينو ته زيان نه دى اوښتى .
دپوليسو مامورينو له يوې ترافيکي پيښې وروسته دقضيې له څيړنې او عکس اخيستلولپاره د پيښې ځاى ته ورودانګل او په دغه ځاى کې يې په يوه کوچني موټر کې چې په دې ترافيکي پيښې کې لاس درلود شپاړلس تنه افغان مهاجرين پيداکړل .
داتريش پوليسو دجمعې په ورځ وويل چې دغه افغان مهاجرين ټپيان شوي نه دي خو دقاچاق وړونکو دسپرلۍ موټر چلوونکى مخکې له دې چې دپوليسو يوه ګزمه دترافيکي پيښې ځاى ته ورسيږي تښتيدلى و .
دپوليسو دڅرګندونوله مخې :په ميني وان کوچني موټر کې پنځه ښځې ، شپږ نارينه ، دوه تنکي ځوانان او درې ماشومان سپاره وو .
دغه افغان پناه غوښتوونکي د ولس اوسنت ګيورګ په سيمو کې دمهاجرينو استوګنځيو ته وليږدول شول .
دبالقان دلارې په تړل کيدو او دترکيې او داروپا د اتحاديې ترمنځ دموافقه ليک په اجرا کيدو سره داروپا لويديځ ته دنويو مهاجرانو ورتګ کم شوى دى خو سره له دې هم مهاجران او قاچاق وړونکي اروپا ته دورتګ لپاره دنويو لارو دپيداکولو په لټه کې دي .