فراه/دزمري۹/ باختر
شپاړس وسله وال طالبان په فراه کې له امنیتی ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
د فراه د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمرسمونیار سخي اکبري د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې د فراه ښارپه شاو خوا د نوده په کلي او د کارېزک په جنوب لویدیځ کې پراخ عملیات تر سره کړل .
اکبري زیاته کړه چې په دې نښته کې ۱۶ وسله وال طالبان ټپیان شول او دوه هاموی ټانکونه، دوه موټرسایکلونه او د هغوی یوه اندازه جنګي وسایل پوځيانوتر لاسه ورغلل.
شکریه
2 د یوې دقیقې څخه لږ