امنیت

شپارلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / دلیندۍ / ۱۸ / باختر
شپارلس وسله وال طالبان تیره شپه د روزګان د ګیزاب او دهراوود په ولسوالیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په بریدونو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر اژانس خبریال ته وویل: تروریستو طالبانو د روزګان د دهراوود او ګیزاب په ولسوالیو کې پر ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د برید پلان درلود چې ددغو ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او له امله یی ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ١١ تنه نور ټپبیان شول.
دغه راز١٧ ماینونه شنډ او د دښمن٢ پټنځایونه له یو شمېر وسلو او مهماتو سره له منځه لاړل.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته