سیاستخبرونهټولنهTOP

شيخ محمد خالد حنفي: پلازمېنه کابل کې د ولس ۱۲ زره قضيې حل شوي

کابل, د سلواغې ۱۱مه، باختر

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شيخ محمد خالد حنفي خوست ولایت د سفر پرمهال یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د یاد وزارت له لوري: پلازمېنه کابل کې د ولس ۱۲ زره قضيې حل شوي دي.

خالد حنفي زیاته کړه چې زموږ مسووليت په سمه توګه د ولسونو ستونزې حلول دي او موږ د ولسونو ستونزې يوازې اورو نه بلکې د هغوی حل کولو ته به عملي اقدام کوو، چې ښه مثال يي په پلازمېنه کابل کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري‌ د ۱۲  زره موضوعاتو حل او فصل کول دي.

هغه همدا راز وویل چې حجاب زموږ غوښتنه نه بلکې د الله ج حکم دی چې پر موږ يې تعميل لازم دی.

حنفي څرګنده کړه چې په بدو کې د خويندو ورکولو رواج بايد ختم شي او که په کومه خور باندې چا ظلم وکړ نو هغوی کولای شي چې د امر بالمعروف رياستونو ته عارضې شي او موږ به د دوی حقوقو په تحقق کې خپل مسوليت ادا کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته