نړۍ، د وږي ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
د کوریا دولتي خبري اژانس نن دوشنبې خبر ورکړی، چې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د دغه هېواد له خپل تولید چاودېدونکي ډرون له ازموینې څخه لیدنه کړې.
د اژانس له لوري خپاره شویو انځورونو کې ښکاري چې د ډرون دغه ازموینه د شمالي کوریا د سرسخت رقیب جنوبي کوریا ساخت پر (کې ۲) ټانک ترسره شوې او چاودنه ورکړل شوې.
کېم جونګ اون د دغې لاسته راوړنې له امله خوښي ښودلې.
شمالي کوریا په ورستیو کې د نویو پوځي وسایلو تولید ته پام ډېر کړی او ښایي دلیل یې هم سیمه کې د سیالو هېوادونو لکه امریکا، جنوبي کوریا، جاپان او ځینو نورو هېوادونو د تحرکاتو او زیاتوالی وي.