شمالي کوریا په روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې درېیم بالیستیک توغندی هم وتوغاوه
![Img 20240402 Wa0002](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/04/IMG-20240402-WA0002-780x470.jpg)
نړۍ، د وري ۱۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د سویلي کوریا خبري اژانس ( یونهاپ) د دغه هېواد د ګډو ځواکونو د لوی درستیز له قوله راپور ورکړی، چې شمالي کوریا د منځني واټن یو بالستیک توغندی توغولی دی.
د معلوماتو له مخې دغه توغندی نن سه شنبې سهار د شمالي کوریا له پلازمېینې پیونګ یانګ څخه توغول شوی دی.
تر دې وړاندې هم ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې شمالي کوریا د جاپان سمندر پر لور یو بالستیک توغندی توغولی دی.
د سویلي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز زیاته کړې، چې د هېواد پوځ یې د شمالي کوریا د دغو تهدیدونو پر وړاندې خپلې تیاریانې زیاتې کړي او دغه راز به له جاپان او امریکا سره هم د شمالي کوریا د دغې ازموینې په اړه معلومات تبادله کړي.
په روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې دا درېیم بالیستیک توغندی دی، چې شمالي کوریا یې توغوي.