خبرونهنړۍ

شمالي کوریا پرون پرلپسې دویمې ورځې لپاره هم توغندیزې ازموینې کړي

نړۍ، د غبرګولي ١١مه، بهرنۍ رسنۍ
دغو ازموینو کې ١٨ فایره (کې اېن ٢٥) ماډل کنټرولېدونکي توغندي په یو وخت توغول شوي دي.
ازمویل شوي هر توغندی ٣٠٠٠ کیلو ګرامه وزن درلود او د ٣٨٠ کیلو مټره فاصلې تر وهلو وروسته په بریالیتوب سره د سمندر په یوې کوچنۍ جزیرې لګېدلي دي.
وړمه ورځ هم شمالي کوریا ورته ازموینې کړې وې او چارواکي یې وایي دغه ګام یې کوریا ټاپو وزمه کې د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو د تحرکاتو پر ضد اوچت کړی دی.
امریکا او متحدین یې جنوبي کوریا، تایوان او ځینې نور هېوادونه دغه سیمه کې وخت ناوخت پوځي تمرینات ترسره کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته