خبرونهنړۍ

شمالي کوریا د ستراتیژیک کروز مزایل ازموینې ترسره کړې

نړۍ، د سلواغې ۱۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د کوریا دولتي اژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا پوځ پرون سه شنبې د جنورۍ پر ۳۰ مه د دغه هېواد په لوېدیځ ساحل کې د ستراتیژیک کروز مزایلو ازموینې ترسره کړې دي.

اژانس دغه راز لیکلي، چې دغه کروز هواسال-۲ نومېږي او د شمالي کوریا دښمن ته د چټک ځواب ورکولو په برخه کې ګټور تمامېږي.

د شمالي کوریا پوځ ویلي، چې پرونۍ ازموینې یې بریالۍ وې او د ګاونډیو هېوادونو امنیت ته یې خطر نه دی پېښ کړی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته