خبرونهنړۍ

شمالي کوریا ته د پوتین د سفر لپاره چمتوالی روان دی

نړۍ، د غوايي ۳۰مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف د دغه هېواد ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې شمالي کوریا ته د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د سفر چمتوالی روان دی.

د پوتین د دغه سفر د وخت او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.

پوتین ته د دغه سفربلنه د تېر کال په سېپټمبر میاشت کې د شمال کوریا مشر کېم جونګ اون روسیې ته د سفر پر مهال ورکړې وه.

د یادونې وړ ده، چې پوتین د تېرې پنجشنبې او جمعې په ورځ چین کې وه.

د دغه راتلونکي سفر په اړه خبرې په داسې مهال مطرح کیږي، چې امریکا او نور لویدیځ شالي کوریا او روسیه له یو بل سره پر پوځي هماریو تورنوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته