شمالي کوريا او جنوبي کوريا جوړ جاړې ته رسيدلې دي

نړيوالي خبري منابع  باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :
د شمالي کوریا په پايتخت پیونګ یانګ کې د جنوبي کوریا جمهوررئيس  او د شمالي کوریا واکمن یوې ديپلوماتیکي بریا ته رسیدلي دي. دا چې رامنځته شوی توافق به عملي شي که نه، دا به وخت وښيي.
د پیونګ یانګ په سرمشریزه کې د جنوبي کوریا جمهوررئيس  مون جای ان او د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، توافق کړی دی چې د کوریا نیمه ټاپو له اټومي وسلو پاک شي.  دغه خبره کیم د یوه ګډ توافق له لاسلیک کیدو وروسته وکړه. 
مون په خپلو خبرو کې وویل چې له اټومي وسلو پاک نیمه ټاپوهیلې ته رسیدل اوس ډیر وړاندې نه بریښي.
مون په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې شمالي کوریا لا تر مخه دې ته چمتووالی ښوولی دی چې خپله دويمه ستره اتومي دستګاه یانګ بایون، د نړیوالو ترڅارني لاندي له منځه یوسي. په دې سربیره به د اټومي وسلو بهرني څارونکي هم دغه هیواد ته د تګ اجازه ولري. خو د دې له پاره مخکینی شرط دا دی چې امریکا متحد ایالات هم د دې په بدل کې ځیني غوښتنو ته چمتو وي.
د یانګ بایون په ودانۍ کې یو اتومي ریکتور او د بیا پروسس کولودستګاه شته چې د اټومي درجې پلوتنیم د تولیدولو ظرفیت لري.  پر دې سربیره د یورانیمو د غني کولو یوه دستګاه هم شته چې له هغې څخه هم د اتومي وسلو د جوړولو په برخه کې کار اخیستل کیدای شي.
مون د اساسي اقداماتو په ترڅ کې وویل چې شمالي کوریا په لویدیځو سواحلو کې د توغندیو د ازموینې او توغولو ځای د نړیوالو څارونکو تر نظر لاندې له منځه وړل غواړي. امریکايي کارپوهانو لا په جولای میاشتې کې ویلي ووچې شمالي کوریا د توغندیو د دغه شخړه ایزمرکزدمهمو برخو په  لیرې کولو پيل کړی دی.
خو دا خبره لا روښانه نه ده چې د اتومي او توغندیو د دغه مرکز د له منځه وړولو چارې به دقیقا کله او څرنګه پرمخ ولاړې شي او کیم د هغې په بدل کې له متحدو ایالاتو څخه کومې غوښتنې لري.
کیم د خپلو اټومي او توغندیو د زیرمو د له منځه وړلو په هکله هم څه و نه ویل او دا  د متحده ایالاتو له مهمو غوښتونو څخه ده.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته