کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٠ :
د نيمروز ولايت پوليسو نن شل کيلوګرامه اپين کشف اوضبط کړل .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې مدير سمونوال پرويز دباخترآژانس خبريال ته وويل : دزرنج ښار دمعصوم آباد په کلي کې دپوليسو داوپراتيفي عملياتو په بهيرکې شل کيلوګرامه اپين له يو مازدا موټر څخه کشف اوضبط شول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې : موټر چلوونکى له ساحې څخه تښتيدلى دى او موټر له نشه يي توکو سره ددغه ولايت امنيې قوماندانۍ ته ليږدول شوى دى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ