شل کلن اشغال ته د کتنې څېړنیز فرهنګي سمینار د مقالو د څرنګوالي په اړه ناسته وشوه

کابل، د لېندۍ ۶مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزرات د هنر او کلتور د معین مولوي عتیق الله عزیزي په مشرۍ، نن د افغانستان ۲۰ کلن اشغال ته د کتنې سمینار د ژر جوړېدو او لازمو لارو چارو په اړه ناسته شوې ده.
په دې ناسته کې د هنر او کلتور معین، د تاریخ پر سپینو پاڼو د افغانستان د خلکو د جهاد او سپېڅلې مبارزې یادښت او لیکل اړین بللي او ويلي یې دي چې د دغه شان سمینارونو تر چتر لاندې غواړي یاد جهادي ارزښتونه خوندي کړي.
هغه زياته کړې چې په یاد سمینار کې د اشغال پر وړاندې د افغانانو د سرښندنو او حماسو او د بېلابېلو اقشارو د قربانیو، مېړانو، پېښې او خاطرې د یوه مستند کتاب په شکل مصئون او محفوظې وګرځوي.
په ناسته کې د جهادي ارزښتونو لوی رئیس مولوي ذبیح الله نوراني هم خبرې کړي او دغه علمي سمینار یې له دې امله مهم بللی چې د جهادي ارزښتونو نوي ایجاد شوي ریاست دنده د تېر ۲۰ کلن اشغال د وحشتونو او د افغانانو د مېړانو راټولول دي چې د سمینار مقالې او علمي مواد به د دوی د کارونو په پرمختګ او د معلوماتو په بډاينه کې مؤثر رول ولري.
د ناستې په پای کې، ګډونوالو د مقالو د جالبیت او د لیکوالانو د انتخاب په اړه خپل نظرونه او مشورې شرېکې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته