امنیت

شل ملکیان په تخارکې وژل شوي دي

کابل / د رمري ۱۳ / باختر
شل ملکیان په تېرې یوې اوونۍ کې په تالقانوښارکې د طالبانوپه بریدونوکې وژل شوي دي.
د تخارد ولایتي روغتون رییس حسن بسیج د باخترآژانس له خبریال سره په مرکه کې وويل چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په بهیرکې تالقانوښارته څېرمه د طالبانوپه بریدونوکې وژل شوي دي.
دغه راز په دې بهیر کې د ښځواو ماشومانوپه ګډون ۳۷ نورملکيان ټپیان شوي دي.
د تخارد ولایتي روغتون رییس په دغه ولایت کې د ملکیانو د وژل کېدو زیاتوالي بې ساری وباله او د جګړې له لورې په تېره بیا له طالبانوڅخه وغوښتل چې جکړې بندې کړي.
ډاکتربسیج وايي چې که په تخارکې د امنیتي ځواکونواو طالبانوترمنځ جګړه بنده نشي د ملکیانو د سر زیانونوشمېربه زیات شي.
د یادونې وړده چې طالبانو په تېرو اوونیوکې خپل ډله ییز بریدونه په تالقانوښارزیات کړي دي چې د سرله زیانونو برسیره ملکیانوته مالي زیانونه هم آوښتي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته