کابل/دزمري ٧مه /باختر
شل وسله وال طالبان تېره شپه په جوزجان کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول.
په دغو بريدونو کې ١٢نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د جوزجان د پوليسو وياند باختراژانس ته وويل چې دغه هوايي بريدونه د شبرغان ښار د قره بوين، مرغاب ،حسن تابين او عيدمه قلعه په کليو ترسره شول چې په پايله کې ٢٠ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢ تنه نورټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه، په دې هوايي بريدونو کې د وسله والو طالبانو يوه مهمه قرارګاه اوڅوموټرونه له منځه وړل شوي دي.
ويل کېږي چې د شبرغان ښار په جنوبي ناحيو کې د افغان ځواکونواوطالبانو ترمنځ خورې ورې جګړې دوام لري.
-ج- ا
5 د یوې دقیقې څخه لږ