_ کابل باخترد لړم د مياشتې ١٨ :
ملي امنيتي ځواکونو د هېواد په بيلابيلو سيمو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه سيمه ييز قوماندان په ګډون
٢٠ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دهېواد دامنيتي ځواکونوپه دغو ګډو عملياتو کې چې دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار،کاپيسا، غزني،خوست ،پکتيکا ،قندهار، روزګان، بادغيس ، غور ، فراه ، فارياب ، سرپل ، بغلان ، کندز او د هلمند دولايتونو په مربوطاتو ترسره شول دخحاجي آغا په نامه دوسله والو طالبانو د ډلې ديوه قوماندان په ګډون شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور ونيول شول.
2 د یوې دقیقې څخه لږ