کابل باختردوږي دمياشتې ١٢ :
په کونړولايت کې دناټو دهوايي بريد له امله شل تنه ياغي طالبان وژل شوي دي
دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې دناټو جنګي الوتکو دوټه پورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو په يو پټنځاى بريد وکړ.
ناټوباخترا ژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي چې ددغو بمباريو له امله شل تنه ياغي طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې ددغې پيښې په وژل شويو کسانو کې دطالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى .
دخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې ، دهوايي بريدونو له امله دياغيانو پټنځاى په بشپړه توګه ويجاړشوى دى.
ناټو وايي ددغه هوايي بريد له امله ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ