امنیت

شل تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
شل تنه وسله وال طالبان تيره شپه په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
په دې جګړه کې چې ددغه ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې ونښته؛ اته تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
د دولت آباد ولسوال عبدالسلام نزهت دباختر آژانس خبريال ته وويل : يوې ډلې وسله والو طالبانو دشپې په يوولسو بجو په دغې ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې په نتيجه کې د دواړو لورو ترمنځ جګړه کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه جګړه د دولت آباد ولسوالۍ د فيروزه او خير آباد دسيمو ترمنځ ساحه کې ونښته او د دريو تنو وژل شويو وسله والو طالبانو مړي دجګړې په ډګرکې پاتې و او طالبانو وکولاى شول خپل مړي او ټپيان دجګړې له سيمې څخه وليږدوي .
ديادونې وړ ده چې وسله والو طالبانو ته د سر دغه دروند زيان په داسې حال کې آوړي چې په دې وروستيو وختوکې اته تنه امنيتي ځواکونه د وسله والو طالبانو له خوا له نيول کيدو وروسته په فارياب کې شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته