امنیت

شل تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل باختر دوږي  دشپږمه :
د داعشيانو د ډلې  ٢٠ تنه غړي د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينوسيموکې هوايي او ځمکني بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې له تيرې شپې څخه تر نن سهاره پورې ٢٠ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت د نازيانو، کوټ، چپرهار او د خوږياڼيو د ولسواليو  په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو  بريدونه شوي او  د هغوى څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار کې د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه. امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل . د دغو ماينونو  د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يوه  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغې ډيپو څخه چې د دهسکې مينې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيده، يوه  اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته