امنیت

شل تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل باختر دوږي لسمه د داعش د ډلې٢٠ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول . په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي . د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په نويو بريدونوکې ٢٠ تنه داعشيان ووژل شول . ده وويل: په دغو داعشيانو د ننګرهار ولايت د دُربابا، هسکې مينې او اچين د ولسواليو په مربوطاتوکې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي او د هغوى څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهارکې د يو لړ چاودنو د ترسره کولو لپاره دطالبانوطرحه ناکامه کړه.امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه ٦ ماينونه کشف او شنډ کړل. د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي. له دغې ډيپو څخه چې دنازيانوولسوالۍ بازار ته څېرمه د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيده، يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي. سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله . ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته