کابل باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
په تېرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د هوايي عملياتو او دکوماندو دقطعاتو په يرغليزو عملياتو کې ٤٧ تنه تروريستان وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريدجنرال محمدرادمنش چې نن يې دحکومت داطلاعاتو اورسنيو په مرکز کې په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کولي زياته کړه، له دې جملي څخه ديوسف په نامه د داعشيانو د يوه سيمه ييزقوماندان په ګډون ٢٠ تنه داعشيان د جوزجان ولايت په درزآب ولسوالۍ کې ،دطالبانو ديوه سيمه ييز قوماندان په ګډون اته تنه تروريستان دهرات ولايت دچشت شريف په ولسوالۍ کې ، پنځه تنه تروريستان د فراه ولايت دبالابلوک په ولسوالۍ کې ، شپږ تنه ډار اچوونکي دکاپيساو لايت د نجراب په ولسوالۍ کې ، شپږ تنه ډاراچوونکي د ننګرهارولايت د خوږياڼيو په ولسوالۍ کې ، يو تروريست دغزني ولايت داندړو په ولسوالۍ کې او يو تروريست د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
ده وويل ؛ چې په دغو عملياتو کې د ٤٧تنو تروريستانو په وژل کېدوسربېره ٤٠ تنه نور تروريستان ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې دملي اردو دانجينرۍ ټيمونو هغه ٩٩ ماينونه چې دتروريستانو له خوا دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ځاى پرځاى کړاى شوي و ، په تېرو ٢٤ ساعتو کې کشف اوشنډکړاى شوي دي.
د بريدجنرال رادمنش دڅرګندونوله مخې ؛ همدا اوس د هېواد دامنيتي او دفاعي ځواکونوله خوا په ١٣ ولايتونو کې ٢١ تعرضي عمليات دوام لري.
دکوماندو قطعاتو په تېرو ٢٤ ساعتو کې په يوشمېر ولايتونو کې ٦٨ يرغليز عمليات ترسره کړي دي او دتروريستانو دپټنځيو دله منځه وړلو په موخه ١٣ هوايي ګوزارونه شوي دي.
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال دننګرهار ، کاپيسا ،پکتيا، لوګر ، قندهار
، روزګان ، زابل ، فراه ،. بادغيس ، فارياب ، کندز اود هلمند په ولايتونو کې عمليات ګټور وبلل او ويې ويل چې دغه عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل