امنیت

شل تنه تروريستان په غزني ولايت کې د ملي امنيت له خوا ونيول شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
شل تنه تروريستان د غزني ولايت په مربوطاتوکې د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ونيول شول.
دغزني ولايت د ملي امنيت رييس علي احمد مبارز نن د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل: د ملي امنيت ځواکونو په تيرو دريو ورځوکې دغزني ولايت په مرکزکې دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٠ تنه تروريستان ونيول .
مبارز په ډاګه کړه چې دغو کسانو په غزني ولايت کې په زياتو تروريستي پلانونو کې لاس درلود او په دغه ولايت کې په ورانکارو عملونو بوخت وو.
د ملي امنيت رييس زياته کړه: دغه کسانو د ملکي وګړو د ترور باب په جرم اعتراف وکړ او ويلي يې دي چې په دې وروستيوکې يې د غزني د همغږى مرکز يو کارونکي، د غزني ښاروالۍ د کارکوونکو، د ولايتي شورا د يوه غړي په وژلو او په لسګونو تروريستي او چاوديدونکو بريدونوکې يې ونډه لرله.
ده د دغوکسانو نيول کيدل د غزني ولايت د امنيت په تامينولوکې يو مثبت ګام وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته