امنیت

شل تنه بنديان آزاد شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
شل تنه بنديان نن د کندز ولايت له جيل څخه آزاد شول.
دکندز ولايت د جيل لوى مديرحاجي دولت محمدعزيزي دباختر آژانس خبريال ته وويل: شل تنه بنديان د مجاهدينو د برياليتوب د دوه ويشتمې کاليزې په مناسبت د جمهور رييس حامد کرزي د فرمان له مخې له جيل څخه آزاد شول.
ده زياته کړه: په خوشې شويوکسانوکې څلورتنه ښځې هم شاملې دي.
ويل کيږي همدا اوس د اووه څلويښتنو تنو ښحو په ګډون اته سوه شپږ شپيته تنه بنديان دکندز ولايت په جيل کې شپې سبا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته