کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٧
شل تنه افغان پناه غوښتوونکي تېرماښام په ايران کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شول .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې :
دغه پناه غوښتوونکي افغانان د تهران -قم په لويه لاره کې له يوه باروړونکي موټرسره د دوى د سپرلۍ د بس موټر د ټکرله امله ووژل شول .
په دې پيښه کې لس تنه نور افغانان ټپيان شول .
ايرانې مقاماتو ويلي دي چې په افغانستان کې د نا امنيو پراختيا د دې سبب شوې ده چې يو زيات شمېر افغان پناه غوښتوونکي په غيرقانوني ډول دغه هيوادته راشي.
ويل شوي دي: هغوافغانانو ته چې په پرونۍ ترافيکي پيښه کې مرک ژوبله اوښتې ده؛ هم په غيرقانوني ډول ايران ته تللي وو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ