کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت دلوړو اونيمه لوړو زده کړو شل خصوصي موسسي وستايلى .
په هغې غونډه کې چې نن له همدې امله داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې جوړه شوې وه ددغه وزارت دځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي وويل ، دځوانانو دچارو معينيت په ١٣٩٠ کال کې ځوانانو ته دتحصيلي شرايطو دبرابرولو په مقصد دلوړو زده کړو له يوشمير خصوصي موسسو سره تفاهم ليکونه لاسليک کړل چې په وړيا ډول اويا په تخفيف دزده کړې زمينې برابرې کړي اونن دځوانانو دچارو معينيت دغه موسسي دځوان نسل دروزنې په لاره کې او ځوان نسل ته دخدمت کولو له امله دوى ته دستاينې لوحي ورکوي.
دځوانانو معين په کانکور ازموينه کې دڅلوراتيازرو ځوانانو دبي نتيجې والي له امله دخواشيني دڅرگندولو په ترڅ کې وويل، دغه معينيت بياهم هلې ځلې کوي دلوړو زده کړو له خصوصي موسسو سره دنويو تفاهم ليکونو په لاسليک کولو سره دغو ځوانانو ته دزده کړې زمينه برابره کړي .
په دې غونډه کې دولسي جرګې دځوانانو اوروغتيا د کميسيون رييس نقيب الله فايق اودښځو، مدني ټولنې اودبشردحقوقو دکميسيون رييسې فوزيې کوفي هم خبرې وکړې .