خبرونهټولنهTOP

شاوخوا ۱۰۰ زره راستانه شوي هېوادوال په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي 

کابل، د مرغومي ۳مه، باختر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې له تورخم او سپین بولدک څخه، شاوخوا ۱۰۰ راستانه شوي هېوادوال په وړیا ډول خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

دغه وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د ټرانسپورټ کمېټې لخوا تر پرون پورې، ۹۴ زره او ۴۵ راستانه شوي هېوادوال له تورخم او سپین بولدک څخه د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته په وړیا ډول لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرانسپورټ کمېټې له لوري، پرون ۳۷۰ راستانه شوي هېوادوال له تورخم او سپین بولدک څخه کابل، کندهار، ننګرهار، کونړ، لغمان او د هېواد نورو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته