ورزش

شاه آقا او نعمت الله دسکي دلوبو لومړي مقامونه وګټل

کابل  باختر دکب دمياشتې١٥:
دهلکانو ترمنځ دسکي دلوبو شپږم پړاو پرون په باميانو کې پيل شو.
دباميانو ولايت دګرځندوى داتحاديې اجرائيه مدير محمدرضا ابراهيم  نن دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه لوبې دکورنيو اوبهرنيو ورزشکارانو په ګډون  په دوو برخو کې  آماتور او حرفوي ډول دباميانو ولايت په مرکز پورې اړوند دبابا دغرونو په  لمنو کې ترسره شوې چې په حرفوي برخه کې شاه آقا لومړى مقام او محمد او مجتبي دويم او دريم مقامونه وګټل.
دغه راز دآماتور په برخه کې  نعمت الله لومړى حسين علي دويم اوحسن  دريم مقام وګاټه.
دابراهيم دڅرګندونوله مخې :  دغه سيالۍ  کال په  کال  دسکي دورزش د ودې 
او دسکي دسياليو دترسره کولو لپاره دمناسب ځاى په توګه دباميانو دمعرفي
کولو په موخه  ترسره  کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته