خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

شاتګ که پرمختګ؛ اسلامي امارت په کومه روان دی؟

تبصره:

نږدې دوه نیم کاله کېږي، چې افغانستان د خپل اصلي واکدار یعنې د خلکو له منځه د خلکو د حکومت(اسلامي امارت) په لاس کې دی او په دغې موده کې د اسلامي امارت تر ټولو لویه لاسته راوړنه د سرتاسري امن او حکومت ټینګول او رامنځته کول دي.

دغه راز اسلامي امارت نورې وړې او لویې لاسته راوړنې هم لري، چې دلته یې یواځې د څو هغو لیکلی انځور وړاندې کوم. 

هېواد کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته یو شمېر مغرضې کړۍ د نظام د بدنامولو هڅه کوي او ادعا کوي، چې ګواکې افغانستان شاتګ کوي او اسلامي امارت د پرمختګ خنډ دی.

دغو کړیو ته باید وویل شي، چې کره ثبوتونو او مثالونو ته په کتو اسلامي امارت د هېواد او هېوادوالو لپاره یو نېک پال دی او دغه پال ته باید د هېواد د روښانه راتلونکي د پرمختګ د هندارې په توګه وکتل شي.

دلته په نوبت سره څو مثاله ستاسو مخې ته ږدم، چې ښیي اسلامي امارت د هېواد پرمختګ ته کار ویلی او که شاتګ ته.

الف: سیاست

اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته په ډېر تدبیر سره د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پیاوړی ډیپلوماتیک ټیم جوړ کړ او نړیوالو سره یې د سوچه اسلامي او افغاني سیاست لوبولو لپاره مخ کړ، دغه ډیپلوماتان د اسلامي امارت له هغو کسانو څخه غوره شوي، چې په دوحه کې یې امریکا او د هغې ملګري هېوادونه په سیاسي ډګر کې مات کړي وو.

دغه راز دغه ډیپلوماتیک تیم وکولی شول نړۍ د افغانستان یو غوره کورنۍ او بهرنۍ سیاسي تګلاره وښيي او همدارنګه د لومړي ځل لپاره افغانستان په نړیوال ستیج کې د خپلو اتباعو او نورو حقونو دفاع وکړه.

ب: اقتصاد

افغانستان، چې اداري فساد په کې اوج ته رسېدلی و او په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې اسلامي امارت ته په میراث پاتې شو، بېړني کنترول ته یې اړتیا درلوده او اسلامي امارت وکولی شول دغه کنټرول وکړي او ښه مثال یې د بهرنیو اسعارو مدیریت کول او په بازارونو کې د نرخونو کنټرول دی، چې حالاتو ته په کتو دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.

ج: بنستیز کارونه

د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د بنسټیزو کارونو ښه مثال د قوشتېپې کانال دی او تازه مې له یوې نړیولې رسنۍ سره د برېښنا شرکت د ویاند مرکه واورېده، چې ویل یې د میدان وردګو د چک بند او پر کونړ سیند د اسعداباد او ماڼوګۍ برېښنابندونو د رغولو او بیا رغولو چارې روانې دي، نو ویلی شو، چې اسلامي امارت د بنستیزو خدمتونو د ترسره کولو لپاره ژمن دی.

د: ټکنالوژي او عصري پرمختګونه

د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د مبایل او سیم کارتونو ازاد بازار کنټرول شو او دغه راز لرې پرتو سیمو ته د خلکو لپاره مخابراتي خدمتونه پیل شول.

د خلکو له منځه د خلکو د حکومت په روانه دوره کې افغانستان نړۍ ته د قرن عصري موټر نندارې ته وړاندې کړ او دغه راز په دې وروستیو کې د بې پیلوټه الوتکې له جوړولو هم پرده پورته شوه.

نو ویلی شو، چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې پر مخ ځي او وخت یې دی، چې ټول افغانان په یو ټغر را ټول شي او د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي او په بېلابېلو برخو لکه سیاسي، پوځي، پولیسي، سپورټي، اقتصادي او نورو برخو کې له نړۍ سره سیالۍ ته ځان برابر کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته